د خوست ولایت قدرمنو ډاکټرانو او درمل پلورونکو سره د لایف پرل درمل جوړولو فابریکه د تولیداتو په اړه معلومات شریک شول.
د لایف پرل ادارې له لورې په خوست کې نن د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت ډاکټرانو صاحبانو او درمل پلورونکو سره د خپلو تولیداتو او فعالیت په اړه معلومات شریک کړل.
په افغانستان کې د وطني درملو تر ټولو سترې تولیدې فابریکې یو خل بیا د خوست ولایت روغتیا پالو سره خپله ژمنه او ډاډ تازه کړ چې له مخې یې پخپلو تولیداتو کې کیفیت او د د وطنوالو اقتصادي وضعیت ته په کتو قیمت ته ځآنګړې پاملرنه کوي.
په همدې موخه په ټولو ډآکټرانو، درمل پلورونکو او وطنوالو غږ کوو چې د خپلې سالمې روغتیا په موخه د خپل وطن له باکیفیته او د مناسب قیمت لرونکې د لایف پرل پرما له تولید شویو درملو څخه ګټّه واخلي.
-
Language: English
WE PROVIDE HIGH-QUALITY AND AFFORDABLE MEDICINES