CategoriesNews

کندهار ولایت کی د لایف پرل ددرملو جوړولو فابریکی غونډه

د لایف پرل ادارې استازو په کندهار کې د ډاکټرانو او عمده پلورونکو سره غونده وکړه.
په افغانستان کې د افغاني درملو د تولید فابریکې لایف پرل د کندهار استازو په دغه ولایت کې تیره ورځ د ډاکټرانو، د خصوصي روغتونونو یو شمېر مسؤلینو، د درملو عمده پلورونکو او یو شمېر نورو سره ناسته وکړه.
د دغه ناستې پر مهال د لایف پرل استازو، د دغه فابریکې د تولیداتو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او ډاډ یې ورکړ چې د درملو د تولیداتو پر مهال د درملو کیفیت ته ځآنګړی لومړیتوب ورکوي.
دوی زیاته کړه، د لایف پرل درمل کیفیت لرونکې او د افغانانو اقتصادي وضعیت ته په کتو په مناسبت قیمت بازار ته وړاندې شوي او هیله یې وښوده چې د پردیو هېوادونو کارولو پر مهال پخپلو وطني درملو د لایف پرل په تولیداتو باور وکړي.
دغه استازو د کندهار له ټولو روغتیا پالو، د درملو پلورونکو او خصوصي روغتونونو مسؤلینو له ډاډ څخه مننه وکړه چې د افغاني تولیدات شویو درمل لایف پرل کارولو ژمنې یې ورسره کړې.