CategoriesNews

د لایف پرل ددرملو جوړولو فابریکی پرانیست غونډه

په افغانستان کې د وطني درملو د توليد تر ټولو ستره فابريکه لايف پرل رسما پرانيستل شوه.
د دې فابريکې د پرانيستې په مراسمو کې د ا‌.ا د رئيس الوزا اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغنی برادر اخوند، د عامې روغتیا سرپرست وزیر محترم مولوي نور جلال جلالي، د اقتصاد سرپرست وزیر قاري صاجب دین محمد حنیف، د خوړو او درملو معینیت معین ښاغلی عبدالباری عمر، د صنعت او سوداګريز وزارت معين، د سوداګرۍ خونې رهبرۍ غړو، پانګوالو، روغتيا پالو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.
د لايف پرل ادارې په استازۍ اعجاز الحق مجاهد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: لایف پرل فارما د WHO او cGMP د سټنډرډ قوانینو او لارښوونو له مخې ډیزاین، جوړه او د نړۍ د پرمختللو وسایلو په درلودلو سره یې د ۵۰ قلمه درملو په تولید سره په فعالیت پیل کړ چې په نږدې راتلوونکې که به دا کچه سلګونه قلمه ته لوړه شي.
نوموړي زیاته کړه، د لایف پرل فابریکه د کیفیت کنټرول لابراتوار، څیړنیز او پراختیايي لابراتوار او مایکرو بیولوژي برخی په مجهزه توګه نصب او فعاله شوي دي، د هېواد سربېره به ډیر ژر منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم د افغانستان تولید درمل صادر کړي.
هغه وایي: د دوی دا مهال ټابلیټ، کپسول، وچ پوډر، ساشي او شربت برخه کي تولیدات لري، چې د معیاري درملو د تولید په موخه د لایف پرل فابریکې ټولې برخې د GMP معیارونو او سپارښتنو مطابق جوړي شوي دي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې هر ډول تولید شوي درمل به یي بازار ته له وړاندی کولو مخکي په مجهز لابراتوارونو کې ټیسټ کیږي او په بازار کې به د لوړ کیفیت او مناسب قیمت په درلودلو سره هېوادوالو ته درمل وړاندې کړي.
د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، ماليې او عامې روغتیا وزارتونو، خوړو او درملو معینت او ټولو هغه چارواکو او ادارو څخه مننه وکړه چې له دوی سره یې وخت په وخت همکاري کړې.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلې وینا پر مهال باکیفیته درمل له صحي اړخه د سالمې انساني ټولنې ضمانت کوي او بې کیفیته هغه یې بیا ژوند ګواښي له کمیت مخکې یې باید کیفیت ته پوره پاملرنه وشي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د درملو د تولید دا فابریکه به نه یوازې د هېوادوالو د صحي وضعیت لپاره ګټوره تمامه شي، بلکې د هېواد له اقتصادي ودې سره به هم لازمه مرسته وکړي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پرمهال وویل، چې د دې فابریکې د فعالیت په پيل سره به هېوادوال د اړتیا وړ درملو ته اسانه لاسرسی پيدا او د درملو په برخه کې به شته اړتیا تر یوه حده له داخلي تولید څخه تأمین شي.
د محترم ملا صاحب په خبره، په دې سره به د درملو واردات کم، په هېواد کې د درملو د تولید کچه لوړه او د درملو امنیت خوندي شي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د تولیدي فابریکو مسوولینو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې د هېواد د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره دې له نړیوالو معیارونو سره سم باکیفیته درمل تولید کړي.
په پای کې یوځل بیا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال پر ټولو پانګوالو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او دوی باید له دغه فرصت څخه په استفادې د هېواد په بیارغونه او ابادۍ کې برخه واخلي.
د لایف پرل فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې دغه راز د اقتصاد وزیر، د سوداګرۍ خونې مرستیال، د خوړو او درملو ادارې معین، د صنعت خونې استازي او یو شمېر نورو حکومتي او د خصوصي سکتور مسؤلینو په ویناوو کې د لایف پرل فابریکې له مسؤلینو څخه د پانګې له امله مننه وکړه او په ټولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د لایف پَرَل د درملو په تولیدي فابریکه کې چې د کابل په نهمه ناحیه کې فعاله شوه چې د بېلابېلو درملو د تولید تر څنګ یې ۳۰۰کسانو ته کاري زمینه هم برابره کړې ده.